د کنړ د پیچ درې ولسوالۍ د کرنې انسټیټوټ د کانکور ازموینه واخیستل شوه
د کنړ ولایت د پیچ درې ولسوالۍ د کرنې انسټیټوټ د زده کړیالانو د جذب په موخه د کانکور ازموینه واخیستل شوه.
په دې ازموينه کې لسګونو تنو نوماندانو د پیچ درې کرنې مسلکي انسټیټوټ ته د شاملېدو په موخه برخه اخيستې وه.
په ټول هېواد کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د جلب او جذب بهیر روان دی.