د ناشنوایانو مسلکي انسټیټوټ په اړوند لنډ معلومات

د کابل ښار ناشنوایانو مسلکي انسټیټوټ په ۱۳۵۲ هجري لمريز کال کې د ناشنوایانو مسلکي لیسې په نوم تأسیس شو چې د دیني علومو او په عمومي څانګو کې له لومړي (۱) څخه تر  دوولسم (۱۲) ټولکي پورې لیسې دوره کې (لیسه دوره) کې زده کوونکي په  مسلکي بڼه روزل.

دغه ښوونیز بنسټ په ۱۴۰۱ هجری لمریز کال د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مشرتابه پلاوي په لزوم دید باندې د ناشنوایانو مسلکي انسټیټوټ ته ارتقاء وکړه، چې اوس له لومړي (۱) څخه تر څوارلسم (۱۴) ټولګي پورې (لیسې او انسټیټوټ دوره) کې زده کوونکي او زده کړیالان په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړني معلومات:

د کابل ښار ناشنوایانو مسلکي انسټیټوټ ودانۍ (۲۹) درسي او ادارې خونې لري.  برښنا، اوبه، شنه ساحه او همدارنګه فوټبال ورزشي ساحه یې له مهو برخو څخه ګڼل کېږي.

جوړښت اړوند معلومات:

د کابل ښار ناشنوایانو مسلکي انسټیټوټ په ټوله کې (۴۵) تنه کارکوونکي لري. چې (۲۹) تنه استادان، (۶) تنه ادارې کارکوونکي او (۱۰) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک:

د کابل ښار ناشنوایانو مسلکي انسټیټوټ کې (۲۹) تنه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي. چې له دې جملې (۱۰) تنه نارینه استادان او (۱۹) تنه ښځينه استادانې دي.

تحصیلي څانګې:

یاد انسټيټوټ (۴) څانګې (الکتروتخنیک، خیاطي، کمپیوټر او نقاشۍ) لري. چې په یادو څانګو کې  (۴۵۶) تنه زده کوونکی او  زده کړیالان په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

تجهیزات:

د کابل ښار ناشنوایانو مسلکي انسټیټوټ د زده کوونکو او زده کړیالانو د عملي زده کړو لپاره (۱) باب مجهزکمپیوټر لب او همدارنګه (۲) بابه مجهز شاپونه لري. چې (۱) باب یې د نقاشۍ په برخه کې او (۱) باب یې د خیاطۍ په برخه کې دی.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.