د هوا پېژندنې آله

د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ د میخانیکي لېسې یو تن نوښتګر زده کوونکی له لومړنیو امکاناتو څخه په استفادې د هوا پېژندنې (باران د اټکل) لپاره یوه آله جوړه کړې ده.

نوموړی نوښتګر زده کوونکی اسماعیل حقیار نومیږي چې د پکتیا زرمت ولسوالۍ کې د برښنا څانګې د دولسم ټولګي زده کوونکی دی.

حقيار وايي، دغه وسيله يې له لومړنيو امکاناتو څخه په ګټه اخیستنې سره برابره کړي چې د یادې وسیله د باران د اورښت او اندازې اټکل کولاى شي.

 نوموړی زیاتوي، که اسانتیاوې ورته برابرې شي، کولای شي یو معیاري هوا پېژندنې آله جوړه کړي.

 د نوښتګرو، پوه او متخصص کاري ځواک روزل د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ادارې له مهمو موخو څخه دي.

اله هوا سنج