د انځورو په ژبه د بلخ ځانګړو زده کړو کڼو لېسې د زده کوونکو د عملي کار بهیر

د بلخ ځانګړو زده کړو د کڼو مسلکي لېسې زده کوونکي د موبايل د ترميم په ورکشاپ کې په عملي زده کړو بوخت دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره په لسګونه ځانګړو زده کړو مرکزونه لري چې کاڼه او ړانده کسان پکې فن او مهارتونه زده کوي.

د یادولو وړ ده چې د نوښتګر، تکړه او متخصص کاري ځواک روزل د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ادارې له مهمو موخو څخه دي.