د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مشرتابه غونډه ترسره شوه
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د مشرتابه غونډه د یادې ادراې د اداري فساد سره د مبارزې د عملياتي پلان مسودې په اړوند جوړه شوي وه.
په یاده غونډه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مرستیالانو، مفتي فضل الرحمن فاضل او مولوي غلام سعید احساس، او د یادې ادارې رئیسانو او آمرینو په حضور کې درسره شوه.
په پیل کې د ستراتیژیکو پالیسو آمر روح الله شفیق د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له اداري فساد سره د مبارزې د عملیاتي پلان مسوده وړاندې کړه او د یادې مسودې د موخو په اړه یې وضاحت ورکړ.
د غونډې ګډونوالو د هغو برخو په اړه چې د سمون او پراختیا ته اړتیا لري خپل نظرونه او وړاندیزونه وړاندې کړل او غونډه د لازمو تصمیمونو په نیولو سره پای ته ورسیده.