د افغانستان د تخنیکی او مسلکي زده کړو خپلواکې ادارې مخینې په اړه لنډ معلومات
په افغانستان کې د تخنیکی او مسلکي زده کړو پیل په ۱۳۰۲ هجري لمریز کال کې د امیر امان الله خان د وخت دورې ته رسېږي.
په هغه وخت کې د طبی علومو انسټیټوټ د پوهنې وزارت ثانوی تخنیکي زده کړو د ریاست په چوکاټ کې جوړ شو.
په ۱۳۲۶ هجري لمریز کال کې د ښوونځیو د اړتیاوو پر بنسټ د پوهنې په وزارت کې د مسلکی ښوونکو اداره رامنځته شوه. د ۱۳۳۰ - ۰۱۳۵ هجري لمریز کلونو په جریان کې، د مسلکی ښوونکو ادارې څخه د تخنیکی زده کړو ریاست ته وده ورکړی شوه.
دغه ریاست تر ۱۳۵۶ هجري لمریز کال پورې د پوهنې د وزارت په چوکاټ کې خپلو کړنو ته دوام ورکړ او په ۱۳۵۷ هجري لمریز کال کې د ډاکټر نجیب الله په وخت کې د مسلکی زده کړو ریاست د پوهنې له وزارت څخه جلا او ټول پرسونل سره یې د دوهم واحد په توګه د لوړو زده کړو وزارت په چوکاټ کې شامل کړی شو.
په ۱۳۶۱ هجري لمریز کال کې د تخنیکی او مسلکي زده کړو د ښوونځیو په پراختیا سره د تخنیکی زده کړو له ریاست څخه تخنیکي او مسلکي زده کړو ریاست په نامه ونومول شو.
په ۱۳۶۷ هجري لمریز کال کې د ډاکټر نجیب الله په وخت کې د تخنیکی او مسلکي زده کړو ریاست څخه د تخنیکی او مسلکي زده کړو وزارت ته وده ورکړی شوه.
په ۱۳۶۸ هجري لمریز کال کې دغه وزارت له دولتی جوړښت څخه بېرته جلا او د تخنیکی او مسلکي زده کړو د معینیت تر سرلیک لاندې د لوړو زده کړو له وزارت سره یو ځای شو.
په ۱۳۷۱ هجري لمریز کال کې تخنیکی او مسلکي زده کړو معینیت د تخنیکی او مسلکي زده کړو په ریاست بدل کړی شو.
په ۱۳۷۴ هجري لمریز هجري لمریز کال کې یاد ریاست د لوړو زده کړو له وزارت څخه جلا او د پوهنې له وزارت سره یو ځای شوی.
په ۱۳۸۱ هجري لمریز کال کې د تخنیکی او مسلکي زده کړو ریاست د تخنیکی زده کړو ریاست نوم ته بدل کړی شو.
په ۱۳۸۷ هجري لمریز کال کې یاد ریاست د تخنیکی او مسلکي زده کړو معینیت ته وده ورکړل شوه.
په ۱۳۹۷ هجري لمریز کال کې د (۱۱) مې کڼې۱۳۹۷/۲/۱ نیټې فرمان له مخې ولسمشر محمد اشرف غنی د تخنیکی او مسلکی زده کړو معینیت د پوهنې وزارت له تشکیل څخه جلا او د تخنیکی او مسلکی زده کړو ادارې ته یې ارتقا ورکړه.
همدارنګه د افغانستان اسلامی امارت د کار په پیل کیدو سره سم د تخنیکی او مسلکی زده کړو اداره هم د افغانستان د تخنیکی او مسلکی زده کړو خپلواکې ادارې په نوم وساتل شوه.