د مالي او اداري چارو د معاونیت غونډه جوړه شوه
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د مالي او اداري معاونیت غونډه د مالي او اداري چارو معاون محترم مفتي فضل الرحمن فضلي په مشرۍ جوړه شوه.
په دې غونډه کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د مالي چارو په باب خبرې وشوې.
په یادې غونډه کې له اجنډا سره سم پر مهمو فعالیتونو او قراردادونو او همدارنګه د دې ادارې د ۱۴۰۳ کال بودیجې د وېش د څرنګوالي په اړه پر چمتووالي بحث وشو او ګډونوالو خپل نظرونه شریک کړل.
په دې غونډه کې په نورو اړوندو موضوعاتو هم خبرې وشوې او غونډه په دعایې سره پای ته ورسېده.