د فراه ولایت د کرنې او وترنرۍ انسټیټوټ د زده کړیالانو عملی زده کړو څخه څارنه ترسره شوه
د فراه ولایت د تخنیکی او مسلکي زده کړو آمر استاد علی جان ظاهرې د یاد ولایت د مرکز د کرنې او وترنرۍ د انسټيټوټ د زده کړیالانو د عملی کار څخه لیدنه او څارنه وکړه.
ښاغلی ظاهرې زده کړیالانو څارنه وکړه او د هغوي وړاندیزونه او ستونزې یې واوریدې.
د فراه تخنیکی او مسلکي زده کړو آمر ژمنه وکړه چې ټولو ستونزو ته به پاملرنه وشي.
نوموړي د فراه د مرکز د کرنې او وترنرۍ انسټیټوټ له استادانو وغوښتل، چې د زده کړیلانو لپاره د ښو ښوونيزو خدمتونو وړاندې کولو ته جدي پاملرنه وکړي.