د افغانستان د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې پلاوي په اندونیزیا کې د افغانستان اسلامي امارت له سفیر سره وکتل

media_admin
Thu, Oct 29 2026 9:00 AM
TVETA

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې عمومي رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، او د یادې ادارې د بهرنیو اړیکو رئیس، انجنیر احمد نبي نایل، اندونیزیا ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې په دغه هېواد کې د افغانستان له سفیر، محترم سعدالله بلوچ، سره لیدنه او خبرې اترې وکړې.

په دې لیدنه کې دواړو لورو د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو پر اهمیت، د ښوونیز نظام پر معیاري کولو، د کاري بازار له اړتیاوو سره سم د زده‌کړو پر پراختیا او د افغانستان او اندونیزیا ترمنځ د ښوونیزو اړیکو او همکاریو د پیاوړتیا پر لارو چارو بحث او د نظرونو تبادله وکړه.

په دې ناسته کې پر دې ټینګار وشو، چې تخنیکي او مسلکي زده‌کړې د دوامدار پرمختګ، د اقتصادي ځان‌بسیاینې د پیاوړتیا او ځوانانو ته د کاري فرصتونو د برابرولو له اساسي عواملو څخه دي. همدارنګه، د بشري ظرفیتونو پر پراختیا او د ځوانانو د مسلکي مهارتونو پر لوړولو هم بحث وشو.

د دې لیدنې په بله برخه کې د علمي، تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په برخو کې د اندونیزیا له تجربو او ښوونیزو ظرفیتونو څخه د ګټې اخیستنې موضوع وڅېړل شوه. په دې برخه کې په افغانستان کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د کیفیت د لوړولو په موخه د تجربو پر تبادلې او د اغېزناکو ښوونیزو لارو چارو پر کارونې ټینګار وشو.

همدارنګه، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښوونیزو او اکادمیکو اړیکو د پیاوړتیا لارې چارې او د افغانستان او اندونیزیا د ښوونیزو بنسټونو ترمنځ د همکاریو د زمینې برابرول وڅېړل شول.

دغه لیدنه د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په برخه کې له سیمه‌ییزو هېوادونو سره د ښوونیزو همکاریو د پراختیا، له نړیوالو تجربو او ظرفیتونو څخه د ګټې اخیستنې او د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د کیفیت د لوړولو په موخه د افغانستان د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د هڅو په لړ کې ترسره شوه.

Latest news

Wed, Jul 24 2024 10:40 AM
Background image

Technical and Vocational Education and Training Authority Held a Graduation Ceremony

Technical and Vocational Education and Training Authority Organized a Graduation Ceremony for Students of Technical and Vocational Education Centers of Kabul Province. High-ranking. . .

Mon, Apr 08 2024 10:20 AM
Background image

Congratulatory Message of the Supreme Leader of the Islamic Emirate on the Arrival of the Auspicious Eid-ul Fitr

To the Faithful and Mujahid Nation of Afghanistan and All the Muslims around the World! I would like to extend my heartfelt congratulations on the arrival of the auspicious Eid-ul Fitr. . .

Sun, Mar 24 2024 2:24 PM
Background image

Holding a ceremony to inaugurate the new academic year in the TVET-A

The beginning of the new academic year 1403 AH, the Department of Technical and Vocational Education TVET-A held a ceremony attended by several ministers and members of the government. . .

BACK TO NEWS