د تخنیکې او مسلکې زده کړو ادارې مشری میرمن ندیمه سحر د ترکیې د ښوونې او روزنې بنسټ له لوړ پوړو چارواکو سره وکتل

media_admin
Sun, Jan 24 2021 10:22 AM
tvet21

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مشری ندیمه سحر د مخکینۍ لیدنې په لړ کې، د ترکیې د ښوونې او روزنې بنسټ عمومي سرپرست ښاغلي عثمان کاپاک تیپه، جیهاد دمیرلی د مدیره پلاوي غړی، شاکر وایووت په افغانستان کې د ترکیې د ښوونې او روزنې بنسټ رئیس او صهیب غفاري په کابل کې د ترکیې ددغه بنسټ د دفتر رئیس سره وکتل.

پدې ناسته کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو رامینځته کولو، د کار بازار غوښتنې، د زده کونکو ظرفیت لوړونې او  تخنیکي او مسلکي زده کړو استادانو او عمومي پالیسیو په اړه بحث وشو.

د دې بنسټ چارواکو په ځانګړي ډول لاندې مسایلو باندې بحث وکړ او په دې برخو کې د ترکیې د ښوونې او روزنې وزارت د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه:

۱. په افغانستان کې د تخنیکې او مسلکې زده کړو لپاره د روزنیزو مرکزونو جوړول؛

۲. د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ښوونکو ظرفیت لوړول او په ترکیه کې د زده کوونکو د زده کړو دوام؛

۳.  افغانستان د تخنیکي او مسلکي زده کړو او  ترکيی د تخنیکې او مسلکې زده کړو ترمنځ د کار بازار د اړتیاوو سره سم د همغږۍ رامینځته کول؛

۴. په افغانستان کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو بډایه کولو لپاره د دوست هیواد ترکیی تخنیکي او مسلکي زده کړو سیسټم څخه د لیدنې زمینه برابرول؛

په افغانستان کې د ترکیې د ښوونې او روزنې بنسټ چارواکو زیاته کړه: د هغه هیواد د ښوونې او روزنې د ستراتیژۍ له مخې په پام کې ده چې تر ۲۰۲۳ کال پورې په  بېلابیلو هیوادونو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونه  ۴۰٪  لوړ کړي. له همدې امله، موږ د دې موخو ترلاسه کولو هڅه کوو او زموږ یو له  موخو څخه په افغانستان کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونه جوړول دي.

 د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مشری ندیمه سحر د دې بنسټ چارواکو ته د افغانستان د اسلامي جمهوریت پرمختیايي موخو تشریح کولو پر مهال وویل: د مرکزونو پراختیا، د تخنیکي او مسلکي زده کړې کیفیت کې پرمختګ، د انسانی پانګو تولید، د بیوزلۍ کمول، د کار آسانتیا او د افغانستان د کار بازار څیړل د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مهمی او ستراتیژیکې موخې او د افغانستان اسلامی جمهوری دولت د لومړیتوبونو څخه دی .

میرمن سحر زیاته کړه: افغانستان په یو مهم او تاریخي مرحله کې دی او د سولې پروسه د دې مرحلې د څرخیدلو نښه ده. پدې توګه تخنیکي او مسلکي زده کړی د اقتصادي ودې او عامه هوساینې بنیاد په حیث کولی شي د سولې پروسې په ګډون او په ټولو ملي برنامو کې ګټور دی. په افغانستان کې تخنیکي او مسلکي زده کړی د انسانی پانګو تولید، دندو رامنځته کولو او اسانتیا سرچینه ده.

میرمن سحر وویل: پداسې حال کې چې د دوست هېواد ترکیې د ښوونې او روزنې بنسټ لخوا وړاندیز شوي پروګرامونه په افغانستان کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې پرمختیایی موخو سره ورته والی لری، موږ یې تود هرکلی کوو او د عملي کاري میکانیزم جوړولو غوښتوونکی یو چې د ګډو موخو ترلاسه کولو لپاره عملي ګامونه پورته شی.

Latest news

Sun, Mar 24 2024 2:24 PM
Background image

Holding a ceremony to inaugurate the new academic year in the TVET-A

The beginning of the new academic year 1403 AH, the Department of Technical and Vocational Education TVET-A held a ceremony attended by several ministers and members of the government. . .

Wed, Mar 20 2024 10:29 AM
Background image

The TVET-A Leadership Message for the Beginning of the 1403 Educational Year!

The Technical and Vocational Education and Training Authority leadership presents best wishes for the 1403 educational year to all Afghans. We wish you a happy, successful, and. . .

Tue, Mar 19 2024 12:38 PM
Background image

The General Director of TVET-A Talked with Officials of "Serve" institution in Afghanistan

Respected Mowlavi Ghulam Haidar Shahamat, General Director of TVET-A, met with Mr. Kindy, Chief Executive of Serve institution in Afghanistan, and his accompanying delegation. The. . .

BACK TO NEWS