د څېړنې او نوښت ریاست د کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې ورکشاپ ترسره شو

media_admin
Tue, Jul 28 2026 10:44 AM
TVETA

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په همکارۍ، د یاد ریاست د کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې دوه ورځنی ښوونیز ورکشاپ پیل کړ.

د دې ښوونیز پروګرام موخه د علمي او څېړنیزو ظرفیتونو پیاوړتیا، د څېړنې د نوې میتودونو سره بلدتیا، د څېړنو د کیفیت لوړول او د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په اداره کې د نوښت فرهنګ پراختیا بلل شوې ده.

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د بهرنیو اړیکو رئیس، انجنیر احمد نبي نایل، د دې پروګرام د پرانیستې په مراسمو کې وویل چې د څېړنو ښه‌والی او د علمي ظرفیتونو پیاوړتیا د دې ادارې له اساسي لومړیتوبونو څخه دي.

نوموړي د دغه ورکشاپ جوړېدل د څېړنې د ودې، د نوښت د پراختیا او د کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو د لوړولو لپاره یو اغېزناک ګام وباله او د افغانستان لپاره یې د ناروې کمېټې له دوامدارو همکاریو څخه مننه وکړه.

د پروګرام په دوام کې، د څېړنې او نوښت رئیس، محترم مفتي سید احسان‌الله قاسمي، د څېړنې د نوې میتودونو پر اهمیت، د علمي پرمختګ په برخه کې د څېړنې پر رول او د نوښتګرو او عملي څېړنو پر اړتیا هر اړخیزه وینا وکړه.

هغه همدارنګه کارکوونکي او څېړونکي وهڅول چې د اړتیاوو پر بنسټ څېړنې ترسره کړي، علمي دقت مراعت کړي او د شرعي اصولو او علمي معیارونو په چوکاټ کې نوښت ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

په دغه لړ کې، لین کلین او فرانسسکا، چې د څېړنې برخې دوه متخصصین دي، د څېړنې د اصولو، میتودونو او معاصرو لارو چارو په اړه تخصصي او هر اړخیز پریزنټېشنونه وړاندې کړل.

دوی د خپلو علمي تجربو او عملي لیدلورو په شریکولو سره د څېړنې بېلابېل موضوعات تشریح کړل او د ګډونوالو پوښتنو ته یې هم مسلکي او هراړخیز ځوابونه وړاندې کړل.

د یادونې وړ ده چې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې مشرتابه تل هڅه کوي، څو د ښوونیزو او علمي پروګرامونو له لارې د خپلو کارکوونکو علمي، څېړنیز او تخصصي ظرفیتونه لا پیاوړي کړي.

Latest news

Wed, Jul 24 2024 10:40 AM
Background image

Technical and Vocational Education and Training Authority Held a Graduation Ceremony

Technical and Vocational Education and Training Authority Organized a Graduation Ceremony for Students of Technical and Vocational Education Centers of Kabul Province. High-ranking. . .

Mon, Apr 08 2024 10:20 AM
Background image

Congratulatory Message of the Supreme Leader of the Islamic Emirate on the Arrival of the Auspicious Eid-ul Fitr

To the Faithful and Mujahid Nation of Afghanistan and All the Muslims around the World! I would like to extend my heartfelt congratulations on the arrival of the auspicious Eid-ul Fitr. . .

Sun, Mar 24 2024 2:24 PM
Background image

Holding a ceremony to inaugurate the new academic year in the TVET-A

The beginning of the new academic year 1403 AH, the Department of Technical and Vocational Education TVET-A held a ceremony attended by several ministers and members of the government. . .

BACK TO NEWS