د لغمان تخنیکي لېسې زدهکوونکو د برېښنا سرکټونو د نښلولو عملي زدهکړه ترلاسه کړه
د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې زدهکوونکو د عملي زدهکړو په دوام کې د برېښنا سرکټونو د نښلولو او ازمویلو څرنګوالي په اړه عملي زدهکړه ترلاسه کړه.
زدهکوونکو د دې تعلیمي مرکز د برېښنا څانګې استاد تر لارښوونې لاندې پر تختو د سرکټونو د نښلولو او ازمویلو عملي تمرینونه ترسره کړل.
زدهکوونکي وایي چې دا ډول عملي زدهکړې دوی سره مرسته کوي څو په بازار کې کار کولو ته لا ښه چمتو شي.
په همدې حال کې د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې مشرتابه تل د زدهکړو په مرکزونو کې د عملي روزنو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.
