د برېښنا شبکې تجهیزاتو په اړه د زدهکوونکو عملي زدهکړه
د ننګرهار ولایت د هسکي مېنې کثیرالرشتوي انسټیټیوټ زدهکوونکو د یوه درسي جلسې په ترڅ کې د برېښنا شبکې او تجهیزاتو په اړه عملي زدهکړه ترلاسه کړه.
په همدې حال کې، د اړوندې څانګې استادانو د بریکرونو، سویچونو، سیمکشۍ سیستمونو، حفاظتي وسایلو او برېښنا شبکې د اندازهګیرۍ ابزارو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل.
زدهکوونکي وایي، چې عملي زدهکړې د دوی د ښه زدهکړې لپاره ډېرې ګټورې دي او د دغو زدهکړو د لا پیاوړتیا غوښتنه کوي.
د تخنیکي او مسلکي زدهکړو په مرکزونو کې د زدهکړو لویه برخه عملي ده؛ عملي زدهکړې له زدهکوونکو سره مرسته کوي، څو له فراغت وروسته په کار بازار کې د کار خاوندان شي.
