د میدان وردګو ولایت جلګې کثيرالرشتوي انسټيټوټ محصلینو ته د مربعي تهداب په اړه روزنه ورکړل شوه
د میدان وردګو ولایت د جلګې ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټيټوټ د ساختماني څانګې محصلینو ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د عملي زده کړو په قالب کې د یاد ولایت مربوطاتو ته د علمي سفر په ترڅ کې د ساختمان د مربعي تهداب د خط اچولو په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه.
لارښود استاد محصلینو ته د ودانۍ مربعي تهداب د خط اچولو د سمو طریقو او روشونو په اړه مفصل توضیحات ورکړل.
د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې زياتره زده کړې عملي وي، له همدې امله د تخنيکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو فارغان له فراغت وروسته په مستقيم ډول د کار بازار ته جذبيږي.