د میدان وردګو ولایت جلریز کثیرالرشتوي انسټیټوټ زده کوونکو ته د کیمیاوي تعاملاتو په اړه عملي روزنه ورکړل شوه
د میدان وردګو ولایت جلریز کثیرالرشتوي انسټيټوټ د لسم ټولګي زده کوونکو ته دتخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د عملي زده کړو په قالب کې د کیمیاوي تعاملاتو په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه.
لارښود استاد د درس په ترڅ کې، زده کوونکو ته د کیمیاوي تعاملاتو، متجانس مخلوط او همدارنګه د غیر متجانس مخلوط په اړه هم مفصل توضیحات وړاندې کړل.
د زده کوونکو په کاري راتلونکي کې د عملي زده کړو اهمیت او ارزښت ته په پام سره، د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو کې ۶۰ سلنه زده کړې په عملي ډول وړاندې کیږي. دا زده کړې د زده کړیالانو د حرفوي مهارتونو په لوړولو کې مهم او ارزښتناک رول لوبوي.
له همدې امله د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو پر پياوړتيا ټينګار کوي.