د تخنیکي او مسلکي زده کړو د لویدیځ زون رئیس د فراه له والي سره وکتل
د تخنیکي او مسلکي زده کړو د لویدیځ زون رئیس ښاغلي مولوي ملتان ذاکر فراه ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له والي سره وکتل.
په دې ناسته کې، دواړو خواوو په یاد ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو ستونزو ته د رسدنې په شمول پر بیلابیلو موضوعاتو بحث وکړ.
د یادونې وړ ده چې د فراه والي په دې کتنه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سره د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.
په ورته وخت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د لویدیځ زون رئیس فراه ولایت ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د علماوو شورا له رئیس سره هم ناسته ترسره کړه.
دا په داسې حال کې ده چې مولوي ملتان ذاکر په فراه ولایت کې د یو شمیر تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو له تدریسي وضعیت څخه څارنه وکړه او د حرفوي صنفونو په لا زیات تجهیز او تنظیم کیدلو یې ټینګار وکړ.
