د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې څخه یو پلاوي د بدخشان ولایت له سیمه ییزو مسؤلینو سره وکتل

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اړوند یو پلاوي، شمال ختیځ ولایتونو ته د خپل سفر په دوام کې د بدخشان ولایت له سیمه ییزو چارواکو سره وکتل.
نوموړو د خپل سفر په ترڅ کې د بدخشان ولایت د داریم ولسوالۍ له ولسوال، د پوهنې مسؤلینو او سیمه ییزو مشرانو سره هم خبرې اترې وکړې.
د غونډې ګډونوالو په داریم ولسوالۍ کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د پیاوړتیا په اړه بحث وکړ، همدارنګه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي د کار بازار د اړتیاوو سره سم د نویو ښوونیز څانګو د رامینځته کولو په اړه بحث وکړ.
په ورته وخت کې، د بدخشان ولایت د داریم ولسوالۍ ولسوال د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.
د شمال ـ ختیځ زون ولایتونو ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د پلاوي د سفر موخه د نویو ښوونیزو څانګو د رامینځته کیدو په برخه کې د اړتیاوو ارزول ویل شوي دي.