د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اړوند ښوونیز مرکز د زدهکوونکو د عملي زده کړو بهیر
د کاپیسا ولایت د کوهبند ولسوالۍ کرنې مسلکي انسټیټوټ د دولسم ټولګي زده کوونکو د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې د عملي زده کړو په چوکاټ کې د کلسیم د کیمیاوي تعاملاتو په اړه په عملي بڼه روزنه ترلاسه کړه.
لارښود استاد د دې علمي سفر په ترڅ کې، محصلینو ته اوبو سره د کلسیم د تعامل او د ګاز د تولید د څرنګوالي په اړه مفصل توضیحات وړاندې کړل او د نوموړو پوښتنو ته یې هم ځوابونه ورکړل.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د زده کړو لویه برخه عملي ده، له همدې امله د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو فارغان د فراغت وروسته په مستقیم ډول د کار بازار ته جذب کیږي.