د خوست ولایت اړوند تخنیکي انسټيټوټ، فراغت غونډه ترسره کړه

د خوست ولایت تخنیکي انسټيټوټ، د یاد ښوونیز مرکز څخه د نږدې ۵۰ تنه محصلینو د فراغت په مناسبت، مراسم ترسره کړل.
په دې مراسمو کې یو شمېر سیمه ییزو چارواکو، قومي مشرانو، متنفذینو او د محصلینو د کورنیو غړو هم ګډون درلود.
په دې مراسمو کې د خوست تخنیکي او مسلکي آمر د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د موخو او لاسته راړنو په اړه خبرې وکړې.
نورو ويناوالو هم د هېواد په پرمختګ کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو پر اهميت او ارزښت بحث وکړ او له ځوانانو يې وغوښتل چې د هېواد په پرمختګ کې خپل مسووليت ادا کړي.
یاده غونډه فارغ شویو محصلینو ته د ستاینلیکونو په ورکولو او د دعایې په ویلو سره پای ته ورسیده.