د مالي او اداري چارو مرستیال په تخار ولایت کې له تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو څخه لیدنه وکړه
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مالي او اداري مرستیال مفتي فضل الرحمن فاضل، ولایتونو ته د خپل سفر په دوام کې د تخار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو له وضعیت څخه څارنه وکړه.
نوموړي او ورسره مل پلاوي یې په تخار ولایت کې له فرخار، ورسج، رستاق، دشت قلعه او خواجه غار ولسوالیو د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو څخه لیدنه وکړه.
یاد پلاوي د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د اجناسو او املاکو څخه د کتنې ترڅنګ د یادو مرکزونو ستونزو او ننګونه ته یې د رسیدګۍ ژمنه هم وکړه.