د ننګرهار ولایت اړوند بهسودو کرنې مسلکي لیسې د زده کوونکو د عملي زده کړو بهیر
د ننګرهار ولایت د بهسود ولسوالۍ اړوند کرنې مسلکي لیسې د دولسم ټولګي زده کوونکو په یاد ولایت کې د خان بابا حیواني فارم ته د یو علمي سفر په ترڅ کې د فارم دارۍ په اړه په عملي بڼه روزنه ترلاسه کړه.
نوموړو ته په دې درسي جلسه کې، د استاد له لوري د فارم دارۍ، لبنیاتو پروسس او د بیلابیلو حیواني ناروغیو په اړه په عملي ډول روزنه ورکړل شوه ، او د موضوع په اړه یې خپلې پوښتنې او سوالونه هم شریک کړل.
لارښود استاد د فارم دارۍپه برخه کې د زده کوونکو پوښتنو ته مفصل ځوابونه ورکړل.
د عملي روزنو زده کړه د زده کونکو د وړتیاوو او د نظري مفاهیمو د کاربردي درک کولو د پراختیا لپاره یو اغیزمن ګام بلل کېږي، او هغوی ته فرصت ورکوي تر څو د کار بازار ته د ننوتلو لپاره په سمه توګه چمتو شي.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې په خپلو ښوونیزو مرکزونو کې د مهارتمحوره زده کړو پلي کولو ته ژمنه ده او د ورته پروګرامونو په ترسره کولو سره، هڅه کوي چې زده کونکي د کار بازار له اصلي اړتیاوو سره آشنا کړي او نوموړي د ماهر او متخصص کاري ځواک په توګه وپیژني.