د لغمان ولایت اړوند په مرکز تخنیکي او مسلکي لیسه کې د عملي زدهکړو بهیر

د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره د یادې ادارې پر ښوونیزو مرکزونو کې د عملي زده کړو لړۍ ترسره کوي، چې موخه یې د ځوانانو پیاوړتیا او د کار بازار ته د هغوی چمتو کول دي.
د عملي زده کړو د ارزښت په پام کې نیولو سره، د لغمان ولایت د مرکز تخنیکي او مسلکي لیسې زدهکوونکو د یاد ولایت برښنا ریاست ته د یو علمي سفر په ترڅ کې د برېښنايي فازونو د تبدیلولو څرنګوالی په عملي ډول زده کړ.
دغه راز لارښود استاد هم زده کوونکو ته د برق په اړه هراړخیز توضیحات وړاندې کړل نوموړي وویل؛ په ننني نړۍ کې برېښنا د انرژۍ له مهمو او حیاتي سرچینو څخه ده، چې د بشر ژوند په ټولو برخو کې بنسټیز رول لري.
د یادونې وړ ده چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې پر مهارتمحوره او عملي زده کړو ډیر تمرکز ترسره کېږي، تر څو زدهکوونکي وکولای شي مستقیماً د کار بازار ته جذب شي او د هېواد په اقتصادي وده کې مثبت رول ولوبوي.