د لغمان ولایت د مرکز اړوند په تخنیکي او مسلکي لیسه کې د « برقی فیوز» په اړه عملی زده کړې
د لغمان ولایت د مرکز اړوند تخنیکي او مسلکي لیسې د برق څانګې، لسم ټولګي زده کوونکو ته د یوې درسي جلسې په ترڅ کې د « برق فیوزونو» په اړه په عملي ډول روزنه ورکړل شوه.
له بلې خوا لارښود استاد نوموړو ته د برقي فیوزونو د ډولونو په اړه په تفصیل سره توضیحات ورکړل او په دې برخه کې یې د زده کوونکو پوښتنو ته ځوابونه هم وړاندې کړل.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې ډیری زده کړې عملي دي. تر څو د دغو مرکزونو فارغان په مستقیم ډول د کار بازار ته جذب شي.