د لغمان ولایت مرکز اړوند تخنیکي لېسې د زده کوونکو لخوا د عملي روزنو د زده کړې بهیر

د لغمان ولایت د مرکز اړوند تخنیکي او مسلکي لېسې د بریښنا څانګې یوولسم ټولګي زده کونکو د « ټرانسفارمر» په اړه په عملي ډول روزنه ترلاسه کړه.
لارښود استاد د درس په ترڅ کې، نوموړو ته د « ټرانسفارمر او ده هغه داخلي اجزاوو» په اړه مفصل توضیحات ورکړل.
د درس په دوام کې، زده کونکو خپلې پوښتنې او سوالونه هم شریک کړل، او همدارنګه د استاد لخوا د نوموړو پوښتنو ته ځوابونه هم وړاندې شول.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د روزنې لویه برخه عملي ده، څرنګه چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو فارغان له فراغت وروسته په مستقیم ډول د کار بازار کې جذب کیږي.
له همدې امله، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل هڅه کوي ترڅو د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي درسونو زده کړو لړۍ لا پیاوړې کړي.