د لغمان ولایت مرکز اړوند تخنیکي لېسې زده کوونکو ته د برق په اړه روزنه ورکړل شوه
د لغمان ولایت د مرکز اړوند تخنیکي او مسلکي لېسې د بریښنا څانګې، لسم ټولګي زده کوونکو ته د برق په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه.
د درس په ترڅ کې، نوموړو د لارښود استاد لخوا په برقي مدار کې د «تګ فاز میټر اؤ ولټ متر» وصلولو په اړه عملي او نظري روزنه ترلاسه کړه.
دغه راز لارښود استاد د یادې درسي جلسې په ترڅ کې، د اتصال د څرنګوالي په برخه کې د زده کوونکو پوښتنو ته هم ځوابونه ورکړل.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د روزنې لویه برخه عملي ده، له همدې امله د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو فارغان د فراغت وروسته په مستقیم ډول د کار بازار کې جذب کیږي.
دا په داسې حال کې ده چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبری تل د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو پر پیاوړتیا ټینګار کوي.