د وایګل کثیرالرشتوي انسټيټوټ د بنسټ ډبره کېښودل شوه
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې سرپرست الحاج مولوي غلام حيدر شهامت نورستان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولايت په وايګل ولسوالۍ کې د کثیرالرشتوي انسټيټوټ د بنسټ ډبره کېښوده.
نوموړي په دې مراسمو کې د خبرو پر مهال وويل، چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې رهبري تل هڅه کوي، چې د ياد ادارې زده کوونکو او محصلینو ته د زده کړو ښه زمينه برابره کړي
له بلې خوا محصلينو په وايګل ولسوالۍ کې د کثيرالرشتوي انسټيټوټ په جوړېدو خوښي څرګنده کړه او د تخنيکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې د سرپرست له هڅو څخه يې هم ستاینه وکړه.