په ساختمان کې د ویرنګ کارۍ د وسایلو د کارولو په اړه د عملي تدریس بهیر
د کاپيسا ولايت د دویمې حصې مسلکي انسټيټيوټ محصلینو ته د ساختمان ویرنګ کارۍ لپاره د وسايلو د کارولو د څرنګوالي په اړه روزنه ورکړل شوه.
لارښود استاد محصلینو ته د ساختمان سیمکشۍ\ویرنګ کارۍ د ډولونو په اړه په عملي ډول توضیحات ورکړل.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې عملي زده کړې د دې مرکزونو فارغانو ته د کار زمینه برابروي. له همدې امله د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو پر پياوړتيا ټينګار کوي.