د غزني د تخنيکي زده کړو په مرکزونو کې د مجاهدینو لپاره د ادارې او مدیریت د روزنې پروګرام پیل شو
د غزني ولایت د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د مجاهدينو د روزنيز پروګرام د پیل په مناسبت د یاد ولایت د سیمه ییز چارواکو، علماو او مشرانو په ګډون غونډه تر سره شوه.
په دې غونډه کې ویناوالو د مجاهدینو لپاره د روزنې او زده کړو په برخه کې د زمینې برابرولو په موخه د تخنيکي او مسلکي زده کړو له مشرتابه څخه مننه وکړه.
مولوي عزت الله چې د غزني ولایت د والي په استازیتوب یې خبرې کولې وې ویل چې: د ولایت مقام د تخنيکي او مسلکي زده کړو د ادارې له ټولو پروګرامونو څخه په غزني ولایت کې ملاتړ کوي.
نوموړي په دغه پروګرام کې له ګدون کوونکو مجاهدينو څخه هم وغوښتل چې د علم او زده کړې د تر لاسه کولو لپاره له دې فرصت څخه ګته واخلي.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له خوا په چمتو شوې طرحه کې مجاهدین کولای شي په ټول هیواد کې د خپل تعلیم او زده کړو د دوام لپاره د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې شامل شي.