د مالي او اداري چارو مرستیال د لغمان ولایت د کرنې انسټیټوټ وضعیت وڅېړه
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې یو پلاوی د مالي او اداري چارو د مرستیال مفتي فضل الرحمن فاضل په مشری، لغمان ولایت ته په سفر کې د دغه ولایت د کرنې او وترنرۍ انسټیټوټ وضعیت وڅېړه.
دغه پلاوي د صنفونو او زده کړیالانو له عملي کارونو څخه لیدنه وکړه.
مفتي فضل الرحمن فاضل د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مالي او اداري چارو مرستیال له زده کړیالانو سره په لیدنه کې د هغوی ستونزې او وړاندیزونه واورېدل، او د حل کولو وعده یې ورسره وکړه.
ستونزو ته حل لاره او اړتیاو ته رسیدګي کول د دغه سفر اساسي موخې دي.