د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مشرتابه غونډه ترسره شوه
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د مشرتابه پلاوي غونډه د ښاغلي مولوي غلام حيدر شهامت په مشرۍ او د دغې ادارې مرستيال ښاغلي مولوي غلام سعيد احساس په حضور کې ترسره شوه.
د رهبرۍ په نننۍ ناسته کې په ۱۴۰۲ هجرې لمریز کال کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې په مهمو لاسته راوړنو خبرې وشوې.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیسانو او آمرینو د دغې ادارې مشرتابه پلاوي په غونډه کې د تیر یو کال فعالیتونه او لاسته راوړنې شریکې کړې.
په ورته وخت کې ښاغلي مولوي غلام حیدر شهامت د مشرتابه پلاوي په غونډه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د کارکوونکو پر مسئولیت او زیار ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې ټول مسؤلین د خپلو مسئولیتونو د سرته رسولو په برخه کې د لوی څښتن تعالی په دربار کې حساب ورکوونکي دي.
ښاغلي مولوي شهامت همدا راز وویل چې کارکوونکي باید د خپلو رئیسانو لخوا کنټرول شي او دندې باید په وخت او سمه توګه ترسره شي.
نوموړي همدا راز په دنده کې د کارکوونکو پر پابندی ټينګار وکړ او ويې ويل، کارکوونکي بايد د خپلو دندو او مسؤلیتونو په ترسره کولو کې د لوى خداى رضا په پام کې ونيسي.
له بلې خوا د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال د دندې په ترسره کولو کې په صداقت او اخلاص ټينګار وکړ او د دغې ناستې له حاضرينو يې وغوښتل چې په اداره کې د هر ډول ګډوډۍ او تخريب مخه ونيسي او دندې په ښه توګه ترسره کړي.
په پام کې ده چې تخنيکي او مسلکي زده کړو اداره د دغې ادارې لاسته راوړنې او مهمې کړنې له نهايي کېدو وروسته د چارو له محترمې ادارې او د ریاست الوزرا له محترم مقام سره شريکې کړي.