د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د اکاډمیکو چارو د انسجام بورډ غونډه ترسره شوه
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د اکاډمیکو چارو د انسجام بورډ غونډه د دغې ادارې د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال په مشرۍ د اکاډمیکې برخې د تقنیني اسنادو د نهايي کولو په اړه ترسره شوه.
په دغې غونډه کې د اکاډمیکو چارو د انسجام بورډ د غونډې تېرې پرېکړې تعقیب او اړونده مسوولینو د ترسره شویو کړو په راپور ورکړ.
د غونډې په دوام کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د شپي برخې د مسودو او کړنلارو او د فني - د تدریسي کادرونو وظیفوي مکلفیتونو د کمولو په اړه هم سلا مشورې وشوې او هوکړه وشوه چې اړین اصلاحات رامنځته شي.
د اکاډمیکو چارو د انسجام بورډ په غونډه کې د اسلامي ثقافت د تدريس اصلاحي ميکانيزم په اړه هم خبرې وشوې او د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال دې موضوع ته پر جدي پاملرنه ټینګار وکړ.