د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال د نیما انسټيټوټ څخه لیدنه وکړه

د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال مولوي غلام سعيد احساس د ادارې او مديريت ملي انسټیټوټ (نیما) څخه ليدنه وکړه.
د دغه لیدنې په ترڅ کې ښاغلي احساس د نیما انسټیټوټ د پسرلني سمستر ازموینې څارنه وکړه.
نوموړي د یاد انسټیټوټ د کتابتون، کمپيوټر لب او د بدنې رونتون وضعیت هم بررسي کړ.
ښاغلي احساس د نیما انسټیټوټ له استادانو سره په کتنه کې د هغوی مسوولیتونو او یووالي په اړه خبرې وکړې ترڅو د هېواد خلکو ته په صادقانه توګه خدمت وکړي.
په پای کې، د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال په رسمي توګه د پې- بې- اکس تلیفون سیسټم پرانیست.