د ادارې د مقام دفتر رياست عملياتي پلان وڅيړل شو
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د ۱۴۰۲ کال عملياتي پلان د دغه ادارې د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال مولوي غلام سعيد احساس په مشرۍ په جوړه شوې غونډه کې وڅيړل شو.
په دې کتنه کې چې د پلان او ستراتيژيکو همغږۍ رئيس مولوي نيک محمد نيکمل هم په کې ګډون درلود، د دفتر رئيس استاد مطيع الله هدايت د دغه رياست د عملياتي پلان په اړه مفصلې خبرې وکړې.
د دفتر رياست د اطلاعاتو او عامه اړيکو آمر محمد عثمان الماس هم د دغه آمریت د پلان په اړه معلومات ورکړل.
تر اوسه څو ریاستونو خپل پلانونه وړاندې کړي او دا لړۍ دوام لري.