د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ۱۴۰۲ کال عملیاتي پلان مسوده وڅیړل شوه
یاده جلسه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د سرپرست ښاغلی مولوي غلام حیدر شهامت په مشرۍ د ۱۴۰۲ کال د عملیاتي پلان د مسودې د بیا کتنې په موخه ترسره شوه.
په دې غونډه کې د پلان ستراتیژیکي همغږۍ رئیس ښاغلی مولوي نیک محمد نیکمل په ګډون د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مرستیالانو او رئیسانو هم حضور درلود.
د دې ناستې موخه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ۱۴۰۲ عملیاتي پلان تدقیق دي.