د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو لپاره د ۲۰۰ زره درسي کتابونو ویشل
په ۲۴ ولایتونو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو لپاره څه باندې ۲۰۰ زره ټوکه درسي کتابونه وویشل شول.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادراې سږ کال د ۴۰۰ زره درسي کتابونو په چاپ باندې توانیدلې ده.
دا کتابونه په مسلکي برخو کې لکه: کرنه، د موټر تخنیک، ساختماني انجینري او کمپیوټر دي.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې په میزان میاشت کې خپلو ښوونیزو مرکزونو ته د کتابونو د وېش لړۍ پیل کړه.