د خوست له مرستيال والي سره د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي وکتل

خوست ولایت ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اعزامې پلاوي د یاد ولایت له مرستیال والی محمد انور دین پرور سره وکتل.
په یاده ناسته کې په خوست د تخنیکي او مسلکي زده کړو له مرکزونو سره پر همکارۍ او همغږۍ خبرې وشوې.
د خوست تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې له سيمه ييزو چارواکو سره د لیدنې ترڅنګ په دغه ولايت کې څوارلس(۱۴) انسټیټونو او مسلکي لېسو څخه څارنه وکړه.
دغه پلاوي په خوست ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو ستونزې له نږدې وڅېړلې او د استادانو او زده کړیالانو غوښتنې او وړاندیزونه یې واورېدل.