د جوزجان ولایت تخنیکي انسټیټوټ زده کړیالانو عملي کار جریان
د جوزجان ولایت تخنيکي انسټیټوټ د ساختماني او جيوډيزۍ څانګې زده کړیالان د یاد ولايت د ښار جوړونې په رياست کې خپلې عملي چارې ترسره کوي.
د جوزجان تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت د ښار جوړونې ریاست په ګډون له دولتي ادارو سره د عملي زده کړو د زمینې د برابرولو په موخه یو هوکړه لیک لاسلیک کړ.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې ۶۰ سلنه روزنه عملي ده. تر څو د دغو مرکزونو فارغان له فراغت وروسته په مستقیم ډول د کار بازار ته جذب شي.
د مسلکي، ماهر او کارپوه ځواک روزنه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې یو له مهمو موخو څخه دی.