د جوزجان ولايت تخنيکي او مسلکي زده کړو امر له تخنيکي انستيتوت څخه ليدنه وکړه

د جوزجان ولايت تخنيکي او مسلکي زده کړو امر مولوي خيرمحمد موحقق د څارنې پلاوي له غړو سره د دغه ولايت تخنيکي انسټیټوټ څخه ليدنه وکړه.
د دې لیدنې پر مهال ښاغلي محب د جوزجان تخنیکي انسټیټوټ له آمر او استادانو سره د خبرو پر مهال زده کړیالانو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل.
دجوزجان ولايت تخنيکي او مسلکي زده کړو امر د دغه ولايت تخنيکي انسټیټوټ د عملي کار شاپونه هم وکتل.
د جوزجان تخنيکي انسټیټوټ چارواکو د دغه انسټیټوټ موټر تخنیک شاپ پرمختللي وسايل او امکاناتو څرګندولو ترڅنګ، وړانديز وکړ چې د جوزجان ولايت مقام موټرونه د ترمیم په پار دغه شاپ ته ولېږﺉ.
د جوزجان ولايت تخنيکي او مسلکي زده کړو امر ژمنه وکړه چې دغه موضوع به تعقيب کړي.