په ګرمو سیمو کې د تعلیمی او تحصیلی کال پیل؛ د نیمروز د تخنیکي او مسلکي زده کړو امریت په یوه غونډه کې خپلې برنامې وړاندې کړی
په ګرمو سیمو کې د تعلیمي او تحصیلي کال له پیل سره سم د نیمروز ولایت تخنیکي او مسلکي زده کړو امریت په یوه خبري ناسته کې خپل پلانونه او برنامې وړاندې کړی.
په دې کتنه کې د نيمروز ولايت تخنيکي او مسلکي زده کړو امر عبدالهادي بيدار په دغه ولايت کې د مسلکي ښوونځيو او انسټیټونو د ظرفيت لوړولو، نويو تعليمي مرکزونو د جوړولو او نويو څانګو د رامنځته کولو په باب خبرې وکړې.
په دې کتنه کې د نيمروز ولايت تخنيکي او مسلکي زده کړو امر له ټولو کورنيو، د جوماتونو له امامانو او د ټولنيزو او فرهنګي بنسټونو څخه وغوښتل چې د هېواد اقتصادي ودې او پياوړتيا په خاطر د تخنيکي او مسلکي زده کړو عالي لېسو او انسټیټونو ته ځوانانو د شاملېدو لپاره ځوانان وهڅوي.
ښاغلي بیدار وویل:«موږ د زده کړیالانو او فارغینو د ټولو کورنیو باور او همدارنګه د ټولو هغو څانګو باور لرو چې زموږ د انسټیټونو او عالي لیسو فارغین د یوې لویې سرمایې په توګه کار کوي. هیله لرو چې د زیاتو زده کوونکو او زده کړیالانو په درلودلو سره به وکولای شو چې خپلو ګرانو هیوادوالو ته لا زیات خدمات وړاندې کړو.»
په دې غونډه کې د نيمروز تخنيکي او مسلکي زده کړو امر هم د خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه وويل.