په فارياب کې د استاد - شاگردی پروګرام يوه زده کړیال له خوا د امنيتي کنټرولر دستګاه جوړول
د ميمنې د کرنې او وترنري انسټيټوټ د بريښنا تخنیک څانګې د يوولسم ټولګي زده کوونکي سيد احمد بشير د لومړنيو وسايلو او تجهیزاتوپه کارولو سره امنيتي کنټرولر جوړ کړی دی.
دا وسیله د 500 مربع متره ساحه پوښلو وړتیا لري. د سيد احمد بشير په وينا، د دې وسايلو د جوړولو موخه د نظامي برخو په ګډون د مهمو سيمو د امنيت تامينول دي، چې د دښمن د بريدونو د کشف لپاره ترې کار اخيستل کېږي.
هغه زياته کړه، په داسې حال کې، چې دوى اسانتياوې او تجهيزات نه لري، خو دوى د هڅو په پايله کې وتوانېدل، چې له لومړنیو تجهیزاتو څخه دغه دستګاه جوړه کړي.
د فارياب د تخنيکي او مسلکي زده کړو امریت د ښوونيزو څارنې او راپور ورکولو لوی مدیر احمد نواب سلطاني د سيد احمد بشير لپاره د اسانتياوو او وسايلو د برابرولو ژمنه وکړه.
