تخنیکي او مسلکي زده کړو امریت ظرفیت لوړونې له پروګرام څخه د بلخ ولایت دولتي ادارو نویو ګمارل شویو کارکوونکو فراغت
د بلخ ولایت دولتي ادارو نوي ګمارل شوي کارکوونکي ظرفیت لوړونې له روزنیز دورې څخه چې د یاد ولایت تخنیکي او مسلکي زده کړو امریت لخوا جوړ شوي وو، فارغ شول.
دا کارکوونکی افغانستان ا.ا مجاهدین دي چې د ادارې او مدیریت مهارتونه یې زده کړل.
د بلخ ولايت مرستيال مولوي نورالهادي ابو ادريس د دغو کارکوونکو د فراغت په مراسمو کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو امریت له خوا د ظرفيت د لوړونې پروګرام د پيل له امله قدرداني وکړه.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره هڅه کوي چې په ټولو ولایتونو کې د ا.ا.ا مجاهدینو په ګډون د نویو ګمارل شویو کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې پروګرامونه جوړ کړي. دا پروګرام تر اوسه پورې په څو ولایتونو کې ترسره شوی دی.
