د فارياب کثرالرشتوی انسټیټوټ يو زده کړیال له خوا د بادي برېښنا توليد د وسيلې جوړول
د فارياب ولايت په مرکز کې د کثيرالرشتوي انسټیټوټ د نوښتونو په لړۍ کې، د دغه انسټیټوټ د بريښنا انجنيرۍ د څانګې د ١٣ ټولګي زده جړیال احمد خورشيد د بادي برېښنا توليد دستګاه جوړه کړې ده.
دا وسیله د ۱۰ ولټه بریښنا د تولید ظرفیت لري.
احمد وايي، چې د دې دستګاه په جوړولو کې يې له لومړنيو وسايلو لکه دوه پکي، دوه موټور، مسو تار، ټرانسفارمر او دورې محافظ څخه پکې استفاده شوی دى.
د دې نوښت په خاطر د فارياب کثیرالرشتوی انسټیټوټ امریت او د استادانو له خوا وهڅول شو.
