د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مالي او اداري چارو معاونیت ادارې غونډه ترسره شوه

media_admin
Tue, Aug 02 2022 2:52 PM
معاونیت مالی

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مالي او اداري چارو معاونیت غونډه د مفتي فضل الرحمن فاضل په مشرۍ ترسره شوه.

په دغه غونډه کې چې د مالی او حسابی، خدماتو او املاکو، دعوت او ارشاد رئیسانو او د تدارکاتو امر ګډون کړی و، د ډیپو توکو د ویش، د قرطاسیی قرارداد، د بودیجې د مصرف د اندازې او د زده کړیالانو بدل اعاشې په اړه بحث او خبرې وشوې.

د غونډې ګډونوالو د پورتنیو موضوعاتو په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل او په دې اړه لازم تصمیمونه ونیول شول.