د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د برک موسسی له استازو سره وکتل
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حيدر شهامت د خپل کار په دفتر کې د برک موسسی له استازو سره وکتل.
د برک موسسی استازي سيف الله سيفي د دغه موسسی پروګرامونو په اړه خبرې وکړې او ويې ويل، ياده موسسه په پام کې لري چې په يو شمېر ولايتونو کې د خلکو د ژوند د ښه والي او کارموندنې په موخه حرفوي زده کړې پيل کړي.
د هغه په وينا، په دغو زده کړو کې خياطي، د موبايلونو ترميم، د چرګانو، باغداري او د څارويو پالنه شامله ده.
ښاغلي سیفي وویل، د دې له امله چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې ښونیز خدمتونه د ماهرو کارګرانو روزنې ته متمرکز دي، د برک موسسه خپلو ښوونیزو پروګرامونو د پلي کولو لپاره د دې ادارې همکارۍ ته اړتیا لري.
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست له برک موسسی سره د دغه ادارې همکاريو په اړه ډاډ ورکړ او ويې ويل، چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو مرکزونه پرمختللې اسانتياوې، تجهيزات او متخصص استادان لري.
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سلاکار روح الله هوتک چې په دې غونډه کې يې شتون درلود وويل چې دغه اداره د استاد_ شاګردی پروګرام په چوکاټ کې په ټولو ولايتونو کې د حرفوي زده کړو په برخه کې مواد، تجهیزات او متخصث روزونکي لري.
ښاغلي هوتک زیاته کړه چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې متخصصینو یو ټیم به د برک موسسی سره همکاري وکړي.
