د اکاډمیکو چارو مرستیال په کابل کې د اتومیخانیکي له انسټیټوټ او ښوونکو د روزنې له اکاډمی څخه لیدنه وکړه
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د اکاډمیکو چارو مرستيال استاد نورمحمد عزيزي په کابل کې د اتوميخانيکي انستيتوت او ښوونکو د روزنې له اکاډمۍ څخه ليدنه وکړه.
د دې لیدنې په ترڅ کې ښاغلي عزیزي د دغو دوو ښوونیزو مرکزونو د عملي کاري شاپونه بررسی او د تجهیزاتو په اغیزمنه استفادې یې ټینګار وکړ.
د اکاډمیکو چارو مرستیال وويل، هڅه کېږي چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو مرکزونه د تجهيزاتو او اسانتياوو په کارولو سره د توليد په مرکزونو بدل شي.
نوموړي دغه راز اتوميخانيکي انسټیټوټ او د کابل ښوونکو د روزنې اکاډمۍ له چارواکو سره د نويو څانګو جوړولو، ادغام او د څانګو لېږد په اړه هم خبرې وکړې.
