د بلخ نفت او ګازو انسټیټوټ د استاد – شاگردی له څانګې څخه څه باندې ۱۰۰ تنه زده کړیالان فارغ شول
د بلخ ولایت نفت او ګازو انسټیټوټ د استاد – شاگردی د څانګې څه باندې سلو تنو زده کړیالانو د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
د بلخ ولايت تخنيکي او مسلکي زده کړو امر ښاغلی مولوي نورالله صلاح الدين دغو زده کړیالانو ته د فراغت په مراسمو کې مبارکي وويله او له هغوى يې وغوښتل چې د هېواد د ابادۍ لپاره کار وکړي.
نوموړي دغه راز د بلخ ولايت پوهنې رياست له همکارۍ مننه وکړه، چې زده کوونکي يې تخنيکي او مسلکي زده کړو ته وهڅول.
په دې غونډه کې د بلخ پوهنې رياست مرستيال او سرپرست ښاغلی مولوي جلات ابو نصرت هم خبرې وکړې او د تخنيکي او مسلکي زده کړو په برخه کې زده کوونکو د جلب او جذب په برخه کې يې د همکارۍ د دوام ډاډ ورکړ.
