د پکتیا د تخنیکي او مسلکي زده کړو امریت او د کرنې ریاست ترمنځ همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو
د پکتیا د تخنیکي او مسلکي زده کړو امریت او د دغه ولایت د کرنې ریاست ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو.
په دې کتنه کې د پکتیا ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو امر مولوی غلام رسول سعیدي د تخنیکي او مسلکي زده کړو په ځانګړي ډول د کرنې په برخه کې د ارزښت او ګټو په اړه خبرې وکړې.
ښاغلی سعيدي زياته کړه، چې د دغه هوکړه ليک له مخې به د کرنې او وترنری انسټیټوټ زده کړیالان د کرنې رياست په څېړنيزو څانګو کې عملي زده کړي ترلاسه کړی، کوم چې د دوی په علمي پرمختګ کې به مثبته اغېزه وکړي.
په دې وروستیو کې د پکتیا ولایت کرنې رئیس مولوي عبدالرووف سعید ډاډ ورکړ، چې د کرنې او وترنري انسټیټوټ زده کړیالانو ظرفیت لوړولو او د هغوی د عملي کار لپاره به هر اړخیزې هڅې وکړي.
