د اکاډمیکو چارو معینیت د همغږۍ بورډ غونډه ترسره شوه
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د اکاډمیکو چارو د همغږۍ بورډ غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې چې د دغه ادارې د اکاډمیکو چارو مرستيال استاد نورمحمد عزيزي په مشرۍ جوړه شوې وه، د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د زده کړیالانو د ازموينې پر لایحه مفصل بحث وشو.
ګډونوالو د لایحې د هغو برخو په اړه خپل نظرونه څرګند کړل چې باید تعدیل شي.
همدارنګه د اکاډمیکو چارو د مرستیال د همغږۍ بورډ په غونډه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د استادانو د اړتیاوو په اړه خبرې وشوې او لازم تصمیمونه ونیول شول.
