د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د کاډمیکو چارو مرستیال د ملي آزموینو ادارې له رئیس سره وکتل!
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د اکاډمیکو چارو مرستیال استاد نورمحمد عزیزي د ملي آزموینو ادارې له رئیس عبدالقادر خاموش سره وکتل.
په دې کتنه کې د ازموینو د ملي ادارې رئیس د کانکور په ازموینه کې د تخنیکي او مسلکي انسټیټونو د فارغانو د جذب او ګډون د څرنګوالي په اړه خبرې وکړې.
ښاغلي خاموش د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مرکزونو د فارغانو لپاره د سوالونو بانک، ټاکلی تعلیمی نصاب او د ځانګړې اختصاصی ازموینې د اخیستلو په اړه هم معلومات ورکړل.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د اکاډمیکو چارو مرستیال نورمحمد عزیزي د ملي ازموینو د ادارې د اغیزمنو کړنو ستاینه وکړه او د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د فارغانو لپاره یې اختصاصی ازموینې غوښتنه وکړه.
په پام کې ده چې په نږدې راتلونکي کې د لوړو زده کړو وزارت د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې او د ازموینو د ملي ادارې ترمنځ یو ګډ هوکړه لیک د لوړو زده کړو موسسو ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د فارغانو د جلبولو په موخه لاسلیک شي.
