د انگلستان «آترمنز» انستیتوت د انلاین زده کړو څخه تخنیکي او مسلکي زده کړو عالي لېسو زده کوونکو فراغت غونډه

media_admin
Wed, Jul 14 2021 9:02 AM
tveta50

د انگلستان «آترمنز» انسټیټیوټ آنلاین زده کړو څخه د تخنیکي او مسلکي زده کړو عالي لېسو زده کونکو لومړي دوری فراغت مراسم ترسره شول.

په مراسمو کې، د مرکز څخه د عالي ښوونځيو ۳۶ تنه زده کونکو، چې د انگلستان «آترمنز» انسټیټیوټ سره د همکاری هوکړه لیک سره سم د ۱۰ اونیو لپاره آنلاین زده کړی ((Soft Skills ترلاسه کړی، فراغت سندونه یې ترلاسه کړل.

په دې زده کړو کې د سی وی (CV)  لیکلو روزنه، د مرکې (مصاحبه) مهارتونه، ډیجیټل ټیم کار، د رهبری مهارتونه او په انګلیسی ژبه خبرې کول شامل وو.

د ((Soft Skills زده کړو څخه فارغ شويو زده کوونکو دا زده کړی ګټوری و بللی  او غوښتنه يې وکړه چې دې ته ورته  زده کړو دایرولو ته دوام ورکړي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره په پام کې لري ترڅو په راتلونکي کې د بهرنیو روزنیزو مرکزونو سره په همغږي او همکارۍ ورته تعلیمي برنامې په بهر کې چمتو کړي.